منځپانگې ته ورتلل

کينډۍ:خبرونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اغا خان په لندن کي د افغانستان په اړه کنفرانس ته د خبرو په حال کي
اغا خان په لندن کي د افغانستان په اړه کنفرانس ته د خبرو په حال کي
  • ۱۱ مارچ ۲۰۲۵: د جعفر ایکسپریس بريد؛ بلوڅ وسله‌والو شاوخوا ۱۰۰ پاکستاني پوځیان وتښتول.
  • ۲۰۲۵ فبرورۍ ۴ مه : کریم اغا خان (په لوړ انځور کي)؛ د اسماعيلي شیعه‌ګانو ۴۹م امام د ۸۸ کلونو په عمر د پرتګال په پلازمېنه لزبن کې مړ شو.
  • ۲۰۲۵ جنورۍ ۱۰ مه: د رياست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر د کډوالو چارو وزير وټاکل سو.
  • ۲۰۲۴ ډېسمبر ۳۰ مه: پر ښځو باندې د بندیزونو لړ کې اقتصاد وزارت په یوه تعقیبي مکتوب کې له داخلي او بهرنیو موسسو غوښتي، ترڅو ښځینه کارکوونکې ګوښه کړي. وایي، که یې امر ونه منل شي، فعالیتونه به یې وځنډوي او جواز به یې لغوه کړي.
  • ۲۰۲۴ ډېسمبر ۳۰ مه: د هېواد د وزن پورته کولو ملي لوبډلې لوبغاړي زبیر نظري د قطر کپ اسیایي سیالیو کې د ۲۵۰ کیلو وزن په پورته کولو سره اتم مقام خپل کړ.
  • ۲۰۲۴ ډېسمبر ۳۰ مه: د متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر جیمي کارتر مړ شو.
  • ۲۰۲۴ ډسمبر ۲۹ مه: په سوېلي کوریا کي د الوتکې پرېوتو یوې خونړۍ پېښې له کبله ۱۲۵ وګړي وژل شوي دي.