منځپانگې ته ورتلل

مکه مکرمه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مکه مکرمه د مسلمانانو لپاره تر ټولو مقدسه ښار دی، چیري چي مسجد الحرام او کعبه موقعيت لري، او د مسلمانانو د لمونځ کولو قبله ګڼل کیږي. مکه مکرمه د سعودي عربستان په لویدیځ کي د مدینې منورې نه تقریباً ۴۰۰ کیلومتره جنوب ته، د طایف ښار څخه تقریباً ۷۵ کیلومتره لویدیځ ته او د جدې ښار نه ۷۲ کیلومتره په واټن کي د سره سمندر سره نېږدې موقعيت لري. یاد ښار ته تر ټولو نږدې بندر د جدې اسلامي بندر دی او تر ټولو نږدې نړیوال هوايي ډګر یې د ملک عبد العزيز نړیوال هوايي ډګر دی.

مکه
مكة المكرمة (عربي )[۱] پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
اړوند
پلازمېنه د
بلننوم
  • أم القرى پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وګړو شمېر
۲٬۴۲۷٬۹۲۴[۲] پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
وګړنوم
  لړۍ...
MeccanмекканцыMekkanoمَكِّيّMekkemeccani پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
اداري سیمه
مکه ولايت (۱۹۳۲ – ) پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
هېواد
اړين مالومات
مهمې پېښې
کچه او لوړوالی
د ځای کچه
۷۶۰ كيلومتر مربع پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
نور مالومات
وېب‌پاڼه
کورډي‌نېشن
۲۱°۲۵′۲۱″شمال ۳۹°۴۹′۳۴″ختیځ / 21.4225°شمال 39.8261°ختيځ / 21.4225; 39.8261 پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
Map

مکه مکرمه د ۲۵/۲۱ عرض البلد او ۴۹/۳۹ طول البلد په تقاطع کي ځای پر ځای ده، چي دا د جیولوژیکي جوړښتونو له مخي تر ټولو له سختو ځایونو څخه ګڼل کیږي؛ ځکه چي زیاتي ډبري یې د ګرېنایټ په بڼه او بیخي کلکي دي.

د مکې مکرمې مساحت تقریباً ۸۵۰ کیلومتره مربع دی، چي له دې څخه ۸۸ کیلومتره مربع یې د خلکو استوګنځای ګڼل کیږي. په ښار کي د حرم شریف شاوخوا سیمه تقریباً ۶ کیلومتره مربع ده، او د سمندر له کچي څخه ددې مبارک ښار لوړوالی تقریباً ۲۷۷ متره دی.

مکه په پیل کي یو کوچنئ کلی وو، چي په یوه وچه دره کي پروت او له هره اړخه ورباندي غرونه راتاو وه. د حضرت ابراهیم او حضرت اسماعیل په عصر کي دلته د خلکو رسمي استوګنه پیل سوه، او کله چي حضرت ابراهیم(ع) خپله مېرمن هاجر او زوی اسماعیل د اللهﷻ په امر په دې وچه صحرا کي پرېښودل، ورسره سم د یو الهي معجزې له مخي د زمزم څاه دلته راوټوکېدی، او وروسته د کعبې د ودانۍ بنسټ هم د حضرت ابراهیم او د هغه د زوی اسماعیل(ع) په لاسونو کښېښودل سو.

د ۲۰۲۲ کال احصایو له مخي د مکې نفوس شاوخوا ۲،۳۸۵،۵۰۹ تنه وو. دغه ښار ډیر مهم اسلامي او مقدس ځایونه لري، چي تر ټولو مهم یې مسجد الحرام دی، چې د مسلمانانو لپاره تر ټولو مقدس ځای دی او د اسلامي شریعت له مخي د مسلمانانو سفر ورته واجب دی، لکه څنګه چي حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمايي: «مسافري یوازې درې جوماتونو ته کېږي: زما جومات، مسجد الحرام او مسجد الاقصی.»

  1. "تعداد السكان والمساكن". General Authority for Statistics. بياځلي په ۱۲ جولای ۲۰۲۰.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  2. "Saudi Census 2022". General Authority for Statistics. ۲۰۲۳. بياځلي په ۲۹ ډېسمبر ۲۰۲۳.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  3. ArchINFORM location ID: 8365. ويل شوي په: آرک انفارم. بياځلي سمون: ۶ اگست ۲۰۱۸. اثر ژبه: جرمني ژبه.